رحمان الله ګربز د زمبابوې پر وړاندې چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې ٨٧ منډې يې وکړې او افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته د ١٩٩ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ نړيوالې شل اوريزې لوبې په پيل کې زمبابوې پچه وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمان الله ګربز په ٤٥ توپونو ٨٧ منډې وکړې، چې ٧ شپږيزې او ٦ څلوريزې يې هم ووهلې، همدا راز اصغر افغان ٥٥ او کريم جنت ٢٦ منډې ترلاسه کړې.
د زمبابوې له خوا ريچارډ نګاروا او بليسنګ موزرباني ٢-٢ او ريان برل ١ ويکټ ترلاسه کړې.
تر لنډې دمې وروسته به د زمبابوې لوبډله د ١٩٩ منډو هدف په تعقيب کې توپوهنه پيل کړي.
د يادولو وړ ده چې پيليز توپوهونکى عثمان غني د پنځه لوبغاړو له سوځېدو وروسته هغه مهال توپوهنې ته راوويستل شو، کله چې يوازې ١ توپ پاتې و.