کورپاڼه / خبرونه / د اصغر افغان له خوا د عثمان غني سره ستر ظلم
اصغر افغان، کريم جنت او عثمان غني

د اصغر افغان له خوا د عثمان غني سره ستر ظلم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د پيليز توپوهونکي عثمان غني سره ستر ظلم وکړ، چې نوموړى يو کال وروسته توپوهنې ته راستون شوى و، خو په لوبډله کې يې پوزيشن معلوم نه شو.

عثمان غني چې يو کال وروسته لوبډله کې اخيستل شوى دى، هغه يو پيليز توپوهونکى دى، خو د رحمان الله ګربز سره د عثمان غني په شتون کې اصغر افغان خپل ورور کريم جنت پيليز توپوهنې ته راوويست، چې کريم جنت د توپ اچونې الراونډر دى.

د کريم جنت له سوځېدو وروسته اصغر افغان چې د مډل ارډر توپوهونکى دى، په خپله توپوهنې ته راووت او عثمان غني بيا هم پاتې شو، ورپسې محمد نبي چې الراونډر لوبغاړى دى، توپوهنې ته راغى، له هغه وروسته بيا راشد خان، چې توپ اچونکى توپوهونې ته راغى، له نوموړي وروسته بيا نجيب الله ځدراڼ توپوهنې ته راکوز شو.

عثمان غني په داسې وخت کې د توپوهنې لپاره راکوز شو، چې کله پنځه لوبغاړي سوځېدلي و او د اننګز يوازې ١ توپ پاتې و، چې هغې ته هم نجيب الله ځدراڼ مخامخ شو.

نه يوازې عثمان غني، بلکې له نجيب الله ځدراڼ سره هم په توپوهنه کې ظلم وشو، ځکه چې هغه توپوهونکى دى، خو له توپ اچونکو وروسته توپوهنې ته راکوز شو.

د نړۍ په هېڅ لوبډله يا نړيواله لوبه کې به مو کله داسې نه وي ليدلي، چې د توپ اچونې الراونډر دې د پيل توپوهنې ته راکوزېږي، خو پيليز توپوهونکى دى بيا د پنځه لوبغاړو له سوځېدو وروسته لوبې ته په داسې حال کې راکوزېږي، چې يو توپ ته هم مخامخ نه شي.

د يادولو وړ ده چې افغانستان د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې کړې دي، چې رحمان الله ګربز پکې تر ټولو زياتې ٨٧ منډې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …