کورپاڼه / روغتيا / د عمر په ډېرېدو سره د روغتیایي خوړو ګټې

د عمر په ډېرېدو سره د روغتیایي خوړو ګټې

ښه او مناسب خواړه د هر عمر لرونکو اشخاصو ته اړین وي، خو د منځني او د ډېر عمر لرونکو کسانو لپاره بیا بېخي اړین ګڼل کېږي. د خپل ځان د ښه او صحت مند ساتلو لپاره ښه خواړه کلیدي رول لوبوي.

د خوراکي توکو د مخکینیو عادتونو پرېښودل، خوراکي بدلول او د فکر کولو او احساسولو په ډول کې د بدلون په راوستلو کې باید ځنډ رانشي.

ښه خواړه دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي، د رامنځته کېدونکو ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي، وزن کموي، د زړه ناروغۍ، فلج، لوړ فشار، شکر، د همډوکو کمزوري او د سرطاني ناروغیو خطر کموي، دغه راز د صحت مند اوسېدلو ترڅنګ د عمر په ډېرېدو کې هم مرسته کوي.

هغه کسان چې د اومیګا تري فیټي اسید درلودونکې خواړه استعمالوي لکه سابه، مېوې او د ماهیانو غوښه، نو د تمرکز د ښه والي لامل یې کېږي او د الزایمر یعنې د حافظې د ناروغیو خطر یې کمېږي.

د ښو خوړو په سبب انسان ډېره انرژي لاسته راوړي او تر او تازه ژوند کوي، چې بیا یې طبیعت هم ښه وي، په ځان به باور هم لري او خپل ځان به ښه او خوشحاله احساسوي

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …