کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځمکې ګاونډۍ سیاره چې یو وخت د جهیلونو او ویالو کور ګڼل و

د ځمکې ګاونډۍ سیاره چې یو وخت د جهیلونو او ویالو کور ګڼل و

ویل کېږي چې امکان دې ولري چې د مریخ د سطحې اوبه یې د ځمکې لاندې منرالونو کې راټولې شوي، چې له څېړنو وروسته به ددې په اړه معلومات ترلاسه شي چې دغه سیاره ولې او څنګه وچه شوې ده.

دغه سیاره یو وخت د جهیلونو او ویالو درلودونکې وه، خو اوسمهال مریخ د یوې دښتې په څېر دی، ساینسپوهانو په عام ډول سره وایي چې د مریخ اوبه په بخار بدلې شوي او په فضاء کې تحلیل شوي، خو د امریکا د ناسا د ماموریت په ذریعې د ورکو شوو ټولو اوبو د معلومولو یا د محاسبې کولو لپاره پوره نه شي ګڼل کېدای، ځکه چې یو وخت د مریخ سطحې تر ۱۵۰۰ میترو پورې ژورې اوبو درلودلې.

د ناسا ساینسپوهانو د مارچ په شپاړسمه نیټه یو راپور خپور کړ، چې له مخې یې ویل کېږي د مریخ د داخلي برخې، سطحې او په چاپیریال کې یې د اوبو کمپیوټري څېړنې دا وایي چې د مریخ د سطحې د اوبو ذرې د دغې سبارې د ځمکې لاندې دي.

د هوسټن د رایس پوهنتون د سیارو پېژندونکی استاد کریسټن سیباچ وایي، چې له دې کار څخه یې موخه دا ده ترڅو پر مریخ د اوبو د ورکېدو مهم میکانیزم ومومي یا پام ورته وشي او د مریخ د سطحې لاندې په کريسټال منرالونو کې د اوبو راټولېدل دومره اړین دي لکه څومره چې په فضاء کې د اوبو تحلیلېدل مهم ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …