کورپاڼه / جالب / د اته زرو (۸۰۰۰) فوټو په لوړوالي له یوې سموڅي څخه ترلاسه شوي شات د نړۍ لوړ بیه شات ګڼل شوي

د اته زرو (۸۰۰۰) فوټو په لوړوالي له یوې سموڅي څخه ترلاسه شوي شات د نړۍ لوړ بیه شات ګڼل شوي

د شاتو د ګټو په اړه خو به مو ډېر اورېدلي وي او دا به مو هم اورېدلي وي چې په شاتو کې د نهه نوي ناروغیو درملنه شتون لري او په دې به هم خبر وئ چې ښه شات کوم دي؟ نن ورځ په همدې موضوع له ترکیې څخه یو داسې راپور راغلی چې حیرانه به مو کړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په ترکیه کې د سمندر له سطحې اته زره (۸۰۰۰) فوټه په لوړوالي له یو غار یا سموڅې څخه د سینټوري په نوم شات ترلاسه شوي، چې د نړیوالو ریکارډونه د ثبت ادارې لخوا د نړۍ لوړ بیه شات ګڼل شوی.

ویل کېږي چې دغه شات یو ډول ځانګړي شات دي، چې د یو پونډ قیمت یې ۵۴۰۰ ډالره دی او په دې سره د نړۍ لوړ بیه شات ګڼل کېږي او د نړیوالو ریکارډونو د ثبت ادارې یې د قیمت ریکارډ ثبت کړی.

د نړیوالو ریکارډونو د ثبت اداره وایي، چې دغه شات له سمندر څخه په ۸۰۰۰ فوټه لوړوالي له یو غار یا سموڅې څخه ترلاسه شوي، چې د یو پونډ قیمت یې ۵۴۰۹ ډالره دی، چې د دومره ډېر قیمت په درلودلو د نړۍ لوړ بیه شات ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …