د افغانستان له خوا د ښې توپوهنې وروسته ښه توپ اچونه هم ترسره شوه چې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې زمبابوې ته ماتې ورکړه.
د دې لوبې په پيل کې زمبابوې پچه ګټلې وه او لومړى يې توپ اچونه غوره کړې وه.
افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې رحمان الله ګربز ٨٧، اصغر افغان ٥٥ او کريم جنت ٢٦ منډې وکړې.
د زمبابوې له ريچارډ نګاروا او بيليسنګ موزربارني ٢-٢ او ريان برل ١ ويکټ ترلاسه کړې.
د ١٩٩ منډو هدف په تعقيب کې د زمبابوې لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې او د ٤٨ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له خوا تيناشي کمونهوکامي ٤٤، سين ويليمس ٢٢، سکندر رضا ٢٢ او تاريساى مسکندا ١٨ منډې وکړې.
د افغانستان له خوا راشد خان ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کريم جنت او فريد احمد هم ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دويمه لوبه به په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د مارچ په ١٩مه نېټه ترسره شي.