کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز: کوشش به کوم چې بله لوبه کې سليزه ووهم
اصغر افغان، رحمان الله ګربز او راشد خان

رحمان الله ګربز: کوشش به کوم چې بله لوبه کې سليزه ووهم

افغانستان په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته د ٤٨ منډو په توپير ماتې ورکړه او د ٣ لوبو لړۍ کې يې د لومړۍ لوبې په بريا سره مخکېوالى ترلاسه کړ.

د لوبې تر بريا وروسته راشد خان وويل، چې دا ډېره ښه وي چې تاسې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړئ. اصغر او لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه او د توپ اچونې لپاره يې موږ ته لوبه اسانه کړه.

نوموړي د حمزه هوتک په اړه وويل، چې هغه د نوي توپ ډېره تجربه لري او د مجيب الرحمان په څېر توپ اچونکي په نه شتون کې ډېر ښه دى.

راشد خان وويل، چې د يوه توپ اچونکي په توګه موږ دې ته ګورو چې ښه هدف وټاکل شي، کله چې هدف له ١٦٠ يا ١٧٠ څخه زيات وي، نو بيا موږ ته توپ اچونه ډېره اسانه وي.

افغان لوبډلمشر اصغر افغان په خپلو خبرو کې وويل، چې لومړۍ لوبه کې بريا ترلاسه کول ډېر مهم وي، کله چې لومړۍ لوبه وګټئ نو مورال مو لوړ وي. نن د رحمان الله جنت ملګرتيا ډېره ښه وه او ما هم خبله لوبه ترسره کړه.

نوموړي زياته کړه، چې په شل اوريزو لوبو کې زموږ توپ اچونکي ډېره تجربه لري او هغه يې په نننۍ لوبه کې ښکاره کړه.

د نننۍ لوبه د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ترلاسه کړه، چې ٨٧ منډې يې ترلاسه کړې وې. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې دا ډول پيل ډېر ښه وي او زه ډېر خوشحاله يم. نوموړي وويل چې ما د ځان لپاره نه بلکې د لوبډلې لپاره لوبه وکړه او هيله من يم چې په راتلونکې لوبه کې به سليزه هم ووهم.

د زمبابوې لوبډلمشر سين ويليمس وويل، چې موږ پچه وګټله، خو ګربز بيا ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه، د هغه او اصغر منډو د دوى په بريا کې مهمه ونډه لرله، زموږ توپ اچونه په پيل کې کمزورې وه، خو په وروستيو کې موږ ښه توپ اچونه ترسره کړه.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …