کورپاڼه / بېلا بېل / د مکې مکرمې او د مدینې منورې د طوفان په اړه وېروونکې وړاندوینې

د مکې مکرمې او د مدینې منورې د طوفان په اړه وېروونکې وړاندوینې

په سعودي عربستان کې څو ورځې دمخه د شګو یو وېروونکی طوفان راغلی و، چې د سعودي د پلازمینې ریاض، مکې مکرمې او د مدینې منورې په ګډون د ډېرو ښارونو فضاء سور رنګ خپل کړ، چې اوسمهال یې په اړه حیرانوونکې ادعاوې شوي دي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې طوفان په ساعت کې یو اویا کیلو میتره سرعت درلود، چې یهودي مذهبو یې په اړه په یو ویب سایټ (اسرائیل ۳۶۵) ادعا کړې، چې دغه طوفان د قیامت د نږدې کېدو او په دنیاوي کارونه کې د خدایي مداخلت نښه ده.

د ویب سایټ په دې لیکنه د انجیل آیت راوړل شوی او ویل شوي چې قیامت ته په نږدې وختونو کې به دې ډول طوفان ته ورته واقعي ډېرې را څرګندې شي.

دغه راز په لیکنه کې یې د یهودي مذهب د یوه لارښود پنچس وینسټون د مرکې برخه هم را اخیستل شوې، چې هغه هم د شګو دغه طوفان د قیامت نښه او خدایي مداخلت ګڼلی او ویلي یې دي، چې په راتلوونکې وخت کې به دا ډول ډېرې پېښې واقع شي.

پنچس وینسټون وایي، چې د شګو دغه طوفان د طبیعت او معجزې یو ترکیب و او په راتلوونکې وخت کې به دا ډول پېښې په دومره واضح ډول څرګندې شي چې په معجزه کېدو به یې شک کول ناشوني وي.

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

په اردن کې يو سړي خپله ښځه له دې امله طلاقه کړې ده، چې په …