کورپاڼه / جالب / هغه انجلۍ چې د غټ تندي په سبب رشخندېدله؛ عملیات یې ترسره کړل

هغه انجلۍ چې د غټ تندي په سبب رشخندېدله؛ عملیات یې ترسره کړل

هغه انجلۍ چې تل به په ښوونځي او لېسه کې د خپل غټ تندي په سبب خپه معلومېده او د ښوونځي او لېسې هلکانو به ځوروله، بالاخره عملیات یې ترسره شول او تندی یې وړوکی شو.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه موډله شپږ ویشت کاله عمر لري او کیمیلا کولمین برولس نومېږي، نوموړې وایي چې ټول عمر د خپل غټ تندي په سبب شرمېدله او د تندي اندازه یې ۸.۵ سانتي میتره و، چې د ښځو د تندي له اندازې دوه سانتي غټ و.

کیمیلا ویلي دي چې د زده کړو پرمهال به ټولګیوالو او د ښوونځي زده کوونکو رشخندوله او ټول ژوند به په دې هڅه کې وه چې خپل تندی په ویښتانو سره پټ وساتي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې کیمیلا بالاخره د امریکا د اوهاییو د کلیولینډ ښار په یوه روغتون کې عملیات وکړل او خپل تندی یې درې سانتي وړوکی کړو، چې په عملیاتو یې شپږ زره نهه سوه اته پنځوس (۶۹۵۸) ډالر لګښت راغلی دی.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …