کورپاڼه / بېلا بېل / په هند یو شخص له ښځې سره له ډېرو جنجالونو وروسته خپله ژبه پرې کړې

په هند یو شخص له ښځې سره له ډېرو جنجالونو وروسته خپله ژبه پرې کړې

د ښځې او خاوند ترمنځ وخت ناوخت جنګ، جګړې رامنځته کېږي، خو له هندوستان څخه په یو نوي راپور کې ویل شوي، چې په دې هیواد کې یو شخص له خپلې میرمنې سره له جنګ کولو وروسته خپله ژبه پرې کړې.

د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص موکیش نومېږي، اوه ویشت (۲۷) کال عمر لري او د هندوستان د اتر پردیش د ایالت د ګوپال پور اوسېدونکی دی، چې هر وخت به له خپلې میرمنې نشا سره په جنګ او جګړو اخته و، چې په دې وروستیو کې یې بیا ترمنځ جنجال راغی او میرمن یې ورڅخه خپه شوه او د پلار کور ته ورڅخه لاړه، د مارچ په دیارلسمه نیټه موکیش ورته زنګ وواهه او ورته یې وویل چې کور ته دې راشي، خو میرمنې نشا یې خبره ونه منله.

راپور زیاتوي چې د نشا په نه منلو په موبایل بیا د دواړو جنګ شو، چې موکیش سخت غوسه شو او پتری یې راواخیست او خپله ژبه یې پرې کړه، چې بیا یې له خولې سخته وینه لاړه او ځایي خلکو روغتون ته بوتلو، چې اوس یې حالت ښه نه دی ښودل شوی.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …