کورپاڼه / جالب / د رواني اغېزو د څېړلو لپاره د نړۍ جالبه تجربه

د رواني اغېزو د څېړلو لپاره د نړۍ جالبه تجربه

د نړۍ په کچه د داسې کسانو شمېر لږ نه دی، چې هره ورځ نوې او جالبې تجربې کوي، خو په دې وروستیو کې پنځلس کسانو د یوې داسې جالبې تجربې اراده کړې او دغه تجربه یې د نوي او د سوکالۍ څخه د ډک ژوند د هر اوسیدونکي لپاره ناشونې ده.

ویل کېږي چې ددې تجربې لپاره په دې پنځلس کسیزه ډله کې اته نارینه او اوه ښځینه شامل دي، چې تر څلویښت ورځو پورې به پرته له موبایل، ساعت او د کومې بلې آلې د جنوبي افریقا په یو ژور غار یا سموڅه کې تېروي، چې دې تجربې ته یې د (ډیپ ټایم) نوم ورکړی.

د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه تجربه یې د مارچ له پنځلسمې پیل کړې او دا په حقیقت کې د فرانسې د اوسیدونکي فرانسکو سویش کریسټن کلور فکر و، چې پخپله ددې ډلې غړی هم دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې کریسټن کلور خپل سفر په دې وروستیو کې پیل کړ، چې تر څلویښت ورځو پورې به پرته له کومې ټیکنالوژۍ په سموڅه کې تېرې کړي او د ساینسپوهانو لخوا به د ځمکې له سطحې څخه وڅارل شي.

په پاریس کې د ادراکي او کمپیوټري عصبي علومو ریس وایي، چې دا تجربه د خپل ډول له مخې لومړنۍ تجربه ده، چې له مخې یې به یې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي چې پرته له ټیکنالوژۍ څخه د ژوند تېروتنه د انسان پر روان څه اغېزې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …