کورپاڼه / اسلام / اتمه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

اتمه برخه: هغه عملونه چې جنت ته د داخلېدو سبب کېږي

له خپل خاوند سره مینه کول، ډېر اولادونه، زېږول، تکلیف زغمل او د خاوند پر ظلم صبر کول: حضرت کعب بن عجره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې آیا تاسو ته د جنت ته د تلوونکو سړیو په اړه ونه وایم؟ واورئ! نبي یا پیغمبر جنتي وي، شهید به جنتي وي، صادیقین به جنتي وي، هغه ماشوم چې له زېږېدو سره ومري جنتي دی، هغه کس چې له ډېر لېرې ځایه له خپل ورور سره د الله د رضا لپاره لېدنه وکړي جنتی دی.

آیا زه درته جنت ته د تلوونکو ښځینه وو په اړه ونه وایم؟ له خپل خاوند سره مینه کول، ډېر اولادونه زېږول، هغه نیکه میرمن چې خاوند یې پرې ظلم کوي او ورته وایي چې ستا لاس زما په لاس کې دی، زه تر هغې نه وېده کېږم چې ته رضا نه شي.

حلال شیان حلال او حرام شیان حرام ګڼل: حضرت جابر رضي الله عنه روایت کوي چې یو کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې یا رسول الله که چېرته زه فرض لمونځ ادا کړم، د رمضان روژې ونیسم، حلال شیان حلال او حرام شیان حرام وګڼم خو نور څه ونه کړم، نو زه به جنت ته داخل شم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل، هو.

له هر لمونځ وروسته آیت الکرسي لوستل: حضرت ابو امامه رضي الله وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې د هر لمونځ وروسته آیت الکرسي ولوستله، نو له مرګه پرته یې هیڅ شی جنت ته د تلو لار نه شي نېولی.

د خپل مال په سبب خپل ژوند له لاسه ورکول: حضرت عبدالله بن عمر بن عاص رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، هغه شخص چې په ظلم سره د خپل مال په سبب ژوند له لاسه ورکړي، نو د هغه لپاره به جنت وي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت او مستحب عملونه

روژه له ټولو عبادتونو څخه غوره عبادت دی، چې اجر او ثواب یې الله تعالی …