کورپاڼه / جالب / د واده په مراسمو کې د خپلوانو ترمنځ جنجال؛ ناوې او زوم له مراسمو تښتېدلي

د واده په مراسمو کې د خپلوانو ترمنځ جنجال؛ ناوې او زوم له مراسمو تښتېدلي

د امریکا په متحده ایالاتو کې د کوچیانو په یو واده کې د ناوې د ملګرې او د زوم د خاله ترمنځ تر دې حده ګرم بحث شوی، چې د پولیسو راغوښتو ته اړتیا لېدل شوې، خو ناوې او زوم د نېولو او سزا څخه د ژغورلو لپاره له واده څخه تښتېذلي.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه واده د امریکا په متحده ایالاتو د جنوبي ورجینیا په ایالت کې د زوم هیت او د ناوې الیزا ترمنځ روان و، چې د برایډز میډ او د زوم د خاله ترمنځ جنجال راغی، چې خبره تر جنګه لاړه او دواړه سره زخمي شول.

راپورونه وایي، چې ددې ډول حالاتو په لېدو کوم چا پولیسو ته خبر ورکړ، لکه څنګه چې د واده مراسم د کورونا د بندېزونه خلاف و، نو امکان و چې ناوې او زوم به هم ونېول شي، نو د پولیسو له راتګ څخه دمخه وتښتېدل.

د دواړو میرمنو ترمنځ د جنګ ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، چې ور پکې لېدل چې دواړه میرمنې یو بل ټیل وهي او مخونه یې په وینو دي.

ویل کېږي چې د زوم خاله غوښتل چې په ناوې حمله ور وړي، ځکه چې ناوې د خپلې خواښې په اړه له واده دمخه آوازې پورته کولې، چې په دې د ناوې ملګرې یې ترمنځ راغله او دواړه سره په جنجال کې ښکېل شول.

دا هم ولولئ

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې ترڅو پخپلو منځو …