کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / نوې اختراع: اوس به مو ګوګل خوبونه هم څاري

نوې اختراع: اوس به مو ګوګل خوبونه هم څاري

د ګوګل له لوري په (Nest Hub) کې یو نوی ډول معرفي شوی، چې په حیرانوونکې ډول سره د خلکو په خوبونو د څارنې فیچر یا ځانګړتیا یې هم پکې ور ګډه کړې.

د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې ګوګل هڅه کوي چې روغتیا یا طب په نړۍ کې هم لاسته راوړنې ولري، چې دغه کار یې د همدې لړۍ یوه برخه ده.

ویل کېږي چې ګوګل به ددې فیچر یا ځانګړتیا په مرسته د خلکو خوبونه او د خوب پرمهال به یې د تنفس عملیه یا د ساه اخیستلو لارې چارې وڅاري او په ډېرو څېړنو کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي.

د راپور له مخې ویل کېږي د (Nest Hub) په دې نوي ډول کې داسې سانسورونه لګول شوي، چې د خوب پرمهال د انسان حرکت او د ساه اخیستلو د څارنې وړټیا لري. په دې کې به اوه اینچه سکرین لګېدلی وي او د ګوګل مرستیال غږونه به هم ور پکې وي. دغه ویل کېږي چې ددغه نوي Nest Hub بیه یې سل ډالر ایښې ده.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …