کورپاڼه / خپلواک / د هندۍ کرکټ لوبډلې مشر روزونکى اعلان شو
روي شاستري

د هندۍ کرکټ لوبډلې مشر روزونکى اعلان شو

خپلواک وېبپاڼه: له ډېر انتظار وروسته د هندوستان کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي نوم اعلان کړ. د کپل ديو په مشرۍ کمېټې د هندۍ لوبډلۍ لپاره اوسنى مشر روزونکى روي شاستري يو ځل بيا د مشر روزونکي په توګه وټاکه.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، روي شاستري د راروانو دوه کلونو لپاره يو ځل بيا د هندۍ لوبډلې مشر روزونکى ټاکل شوى دى. کپل ديو وايي چې د هندۍ کرکټ لوبډلې د مشر روزونکي لپاره سخته ازموينه واخيستل شوه، چې مايک هيسن په دويم او ټام موډي په دريم مقام راغلل.

همدا راز انشمن ګايکوار بيا رسنيو ته وويل، چې روي شاستري هندي لوبډله له ډېرې نږدې څخه پېژني، نو ځکه دوى د هغه په حق کې پرېکړه وکړه. ګايکواړ زياته کړه، روي شاستري ټوله لوبډله پېژني، هر لوبغاړي سره پېژندګلو لري، همدا راز د هندوستان د کرکټ ټول سيسټم سره پوره بلد دى او نورو کسانو ته به ستونزه دا وي چې له سره به يې پيل کاوه.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، په هند کې له مخکې څخه دا اوازې روانې وې، چې روي شاستري به يو ځل بيا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى ټاکل کېږي.

د روي شاستري پرته چې دغه کمېټې ته کوم لوى نومونه وړاندې شوي و، په هغه کې د اسټراليا پخوانى الراونډر او د سريلانکا لوبډلې پخوانى روزونکى ټام موډي، همدا راز د نيوزيلېنډ او کنګز اليون پنجاب پخوانى روزونکى مايک هيسن هم شامل و. په دغه ليسټ کې د هند د ٢٠٠٧ نړيوال شل اوريز جام ګټونکې د هندۍ لوبډلې منېجر لال چند راجپوت، د ممبۍ انډينز پخوانى روزونکى روبن سنګ او همدا راز د ويسټ انډيز فيل سيموينز هم شامل و، چې نوموړى د افغانستان ملي لوبډلې مشر روزونکى هم و.

د يادونې وړ ده چې د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي هم غوښتل چې روي شاستري دې د هندۍ کرکټ لوبډلې مشر روزونکى وي.

د يادونې وړ ده چې روي شاستري په ٢٠١٧ کې د هندۍ کرکټ لوبډلې مشر روزونکى ټاکل شوى او له هغه وروسته هندۍ لوبډلې ښه لوبه ترسره کړې ده. په دغه مهال کې هندۍ لوبډلې په اسټراليا کې په لومړي ځل ټېسټ لوبلړۍ کې بريا خپله کړه. د شاستري په مشرۍ له ٢٠١٧ څخه تر دې مهاله پورې هندۍ لوبډلې په ٢١ ټېسټ لوبو کې په ١٣ لوبو کې بريا خپله کړې ده، همدا راز په شل اوريزو لوبو کې يې هم په ٣٦ لوبو کې بيا ٢٥ لوبې ګټلي دي. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې يې بيا ٦٠ لوبې کړي او په ٤٣ لوبو کې يې بريا خپله کړې.

خو هندۍ لوبډله په ٢٠١٩ نړيوال جام کې تر سيمي فاينل پورې لاړه او له هغه وروسته له نړيوال جام څخه بهر شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …