کورپاڼه / روغتيا / د کوم ډول خوړو استعمال د وینې فشار کنترولوي؟

د کوم ډول خوړو استعمال د وینې فشار کنترولوي؟

لوړ فشار یوه عامه او ډېر زیانمنه ناروغي ګڼل کېږي، ځکه چې دغه ناروغي د زړه ناروغۍ، دماغي سکته، فلج، د سترګو کمزوري او نورې ستونزې زېږوي، چې د کنترول لپاره یې د لږو کلیسټرولو او غوړ لرونکو خوړو ترڅنګ باید درمل هم وکارول شي.

د الرجل د مجلې د یوې لیکنې له مخې ډاکترانو او د خوراکي توکو کارپوهانو د هغه خوړو د استعمال لارښوونه کړې چې د لوړ فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي، نو راځئ چې دغه خوراکي توکي وپېژنو.

د رومیانو یا بانجانو جوس: د رومیانو جوس د لوړ فشار په کنترولولو کې مرسته کوي، ځکه چې د رومیان جوس د پوتاشیم یوه ښه منبع ده، چې د انسان د بدن اړتیا پوره کوي.

مستې: مستې د خوراکي یو غوره ډول دی چې د فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي، د مستو په جوړښت کې پوتاشیم، کلسیم او پروټین په لویه کچه وي، چې همدغه توکي هغه مالګینې اجزاوې خارجوي چې د لوړ فشار سبب کېږي.

ګازرې: د ګازرو استعمال د لوړ فشار په کنترول کې مرسته کوونکی وي، چې د زړه درزا منظمه ساتي او ګردو ته د ښه فعالیت وړتیا ورکوي.

هوږه: هوږه هم د لوړ فشار په کنترول کې مرسته کوي، زړه پیاوړی کوي او د وینې جریان تېزوي.

پالک: پالک د اوسپنې یوه مهمه سرچینه ده چې په همدې سبب د لوړ فشار لپاره ګټور وي، دغه راز لږه کالوري هم لري او د زړه د روغتیا لپاره پوتاشیم، فولیټ او میګنیزیم هم پخپل جوړښت کې لري.

لوبیا: د لوړ فشار د کمولو لپاره د لوبیا استعمال اړین وي، ځکه چې لوبیا پخپل جوړښت کې میګنیزیم، فایبر او پوتاشیم لري، چې لوړ فشار کموي او زړه ته پیاوړتیا ورکوي.

کېلې: کېله بدن ته پوتاشیم برابروي، چې د وینې جریان تېزوي او په پایله کې د فشار لپاره مرستندویه تمامېږي.

چاکلیټ: چاکلیټ هم د فشار په کمولو کې مهم رول لوبوي، له یوې څېړنې معلومه شوې چې هره ورځ په لږه اندازه چاکلیټ خوړل د زړه او وینې رګونه پیاوړي کوي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …