کورپاڼه / هنر او کلتور / عامر خان د ټولنیزو رسنیو د پرېښودو علت څرګند کړ+ویډیو

عامر خان د ټولنیزو رسنیو د پرېښودو علت څرګند کړ+ویډیو

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند مسټر پرفیکشنسټ عامر خان له ټولنیزو رسنیو سره د ناڅاپي د مخه ښې علت څرګند کړ.

څو ورځې وړاندې عامر خان د خپلې شپږ پنځوسمې کلیزې په موقع په ناڅاپي ډول له ټولنیزو رسنیو فیسبوک، انستاګرام او ټویټر څخه مخه ښه وکړه، چې د نوموړي د مینوالو لپاره د حیرانۍ وړ وګرځید.

عامر خان له ټولنیزو رسنیو د مخه ښې خبر په ټولنیزه رسنۍ کې خپور کړی، خو دا یې نه ول ویلي چې په کوم علت یې خدای په اماني وکړه، چې مینوال یې هم په همدې سبب ډېر حیرانه ول، خو اوسمهال نوموړي د ټولنیزو رسنیو د پرېښودو علت څرګند.

تېره ورځ د (کویي جانی نا) فلم د نندارې پرمهال د رسنیو کارکوونکو له عامر خان څخه په اړه پوښتنه وکړه، چې عامر یې ورته په ځواب کې وویل، تاسې نظریې مه ورکوئ، زه پخپل شوق کې ډوب یم په ټولنیزو رسنیو کې خو نه یم او هسې هم په ټولنیزو رسنیو کې فعال نه یم.

نوموړی زیاتوي، کله چې ټولنیزې رسنۍ نه وې، هغه وخت هم له تاسو او نورو سره په اړیکه کې وم، نو اوس به هم د رسنیو له لارې له خلکو سره په اړیکه کې وم.

عامر خان وایي، په داسې حال کې چې ټولنیزې رسنۍ مې پرېښودې نو د رسنۍ کارکوونکو رول هم ډېر شو، ځکه چې د همدې لارې به له خلکو سره په اړیکه کې وي، نو باید خوشحاله شئ او زما په تاسې (رسنۍ) ډېر باور دی.

یاده دې وي چې عامر خان د خپلو شخصي اکونټونو څخه ټولنیزو رسنیو ته مخه ښه ویلي او د پروډکشن له اکونټ به یې له خلکو سره په اړیکه کې وي.

 

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Viral Bhayani (@viralbhayani)

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …