کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې له اوه لسو (۱۷) کلونو څخه په یوه ازموینه (۱۹۲) ځله پاتې راغلی

هغه شخص چې له اوه لسو (۱۷) کلونو څخه په یوه ازموینه (۱۹۲) ځله پاتې راغلی

د اروپا په پولینډ کې یو شخص له ډېرې اوږدې مودې راهیسې په دومداره توګه د موټر چلولو د جواز د اخیستلو لپاره ازموینه ورکوي او بیا بیا ناکامېدو یې خلک د حیرانۍ سره مخ کړي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه شخص پنځوس کاله عمر لري او له تېرو اوه لسو کلونو څخه یې د موټر چلولو لپاره د جواز اخیستلو یو سلو دوه نوي (۱۹۲) ازموینې ورکړي او په دې ټول ازموینو کې پاتې راغلی، خو لا تر اوسه یې همت نه دی بایللی او یو ځل بیا د ازموینې ورکولو لپاره یې هڅې پیل کړي.

راپور زیاتوي چې دغه شخص تر اوسه پورې د ازموینې د فیس په ادا کولو یوازې یو زرو سو سلو څلرویشت پونډه لګښت کړی.

بله خوا ویل کېږي چې دغه پېښه پخپل ډول کې لومړنۍ پېښه نه ده، بلکې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال د جنوبي کوریا یوې اوسېدونکي هم له ورته ناکامۍ سره مخ شوې او په نهه سوه نهه څلویښت (۹۴۹) ازموینو کې پاتې راغلې وه او د دوه زره پنځه سوه پونډو لګښت یې پرې کړی، چې بیا بالاخره دغه اوه شپېته کلن میرمن په نهه سوه پنځوسمه (۹۵۰) ازموینه کې بریالۍ شوه او د موټر چلولو جواز یې تر لاسه کړ.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …