کورپاڼه / خبرونه / دوه کاله مخکې په همدې ورځ افغانستان ستر وياړ ترلاسه کړى و
رحمت شاه

دوه کاله مخکې په همدې ورځ افغانستان ستر وياړ ترلاسه کړى و

له نن څخه دوه کاله مخکې، په ٢٠١٩ کال کې په همدې ورځ افغانستان په ټېسټ لوبو کې خپله لومړۍ بريا ترلاسه کړې وه، چې د دې بريا سره يې ستر ريکارډ هم جوړ کړى و.

افغانستان خپله دويمه ټېسټ لوبه د ايرلېنډ سره ترسره کړې وه، چې ايرلېنډ ته يې د ٧ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

په دغه لوبه کې ايرلېنډ ١٧٢ او ٢٨٨ منډې کړې وې او افغانستان ٣١٤ او د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې کړې وې، چې په دغه لوبه کې يې بريا خپله کړې وه.

په دغه لوبه کې رحمت شاه تر ټولو ښه لوبه ترسره کړې وه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړې وه.

د دغه لوبې د بريا سره افغانستان دريمه لوبډله شوه، چې په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه. تر دې مخکې اسټراليا يوازينۍ لوبډله وه چې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړې وه.

همدا راز انګلستان او پاکستان هغه لوبډلې وې چې په دويمه ټېسټ لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړې وه او په ٢٠١٩ کال کې بيا افغانستان دريمه لوبډله شوه چې په خپله دويمه ټېسټ لوبه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …