کورپاڼه / روغتيا / د غذایي رژیم پرمهال به د خپلې خوښې خواړه څه ډول استعمالوو؟

د غذایي رژیم پرمهال به د خپلې خوښې خواړه څه ډول استعمالوو؟

د وزن د کمولو لپاره د غذایي رژیم پرمهال د خپلې خوښې خوراکي توکو خوړلو ته (Chat mail) ویل کېږي او په کومه ورځ چې غذایي رژیم پرېښودل شي او د خپل خوښې خواړه وخوړل شي دې ته بیا Chat day ویل کېږي.

روغتیایي کارپوهان د چيټ میل په اړه وایي چې یوازې دا اړینه نه وي، چې په چیټ میل کې باید څه وخوړل شي بلکې اړینه ور پکې دا ده چې څه وخت باید څه وخوړل شي او کوم وخت ورته غوره دی.

دوی زیاتوي چې د وزن د کمولو او د متحرک ژوند لپاره باید هر انسان پرهیز وکړي او پرهیز کول یو داسې عمل دی چې انسان ور پکې یوازې ښه او غوره خوراکي توکي انتخابوي او له ناوړه او زیانمنو توکو ځان ساتي.

په ښو خوراکي توکو کې مېوې، سابه او ترې جوړ شوی شربت، سوپ او سلاد شامل دي، چې خوند یې د هیچا نه خوښېږي او هر څوک په دې تمه وي ترڅو د چیټ ډی ورځې یې راورسېږي.

چیټ ډی او چیټ میل د خوراکي توکو د کارپوهانو له لوري مثبت ګڼل شوي او د غذایي رژیم پرمهال د خپلې خوښې خوړو څخه مخه اړونه ښه عادت نه دی، ځکه چې په دې ډول سره په انسان کې غوسه او لوږه ډېروالی مومي، نو د خوراکي توکو کارپوهان لارښوونه کوي چې په اوونۍ کې یوه ورځ باید چیټ ډی هم وي ځکه چې په دې ډول سره انسان د ارام احساس کوي او بېرته غذایي رژیم ته ځان تیاروي.

دوی زیاتوي په کومه ورځ چې اراده مو وکړه چې نن ورځ به زموږ چیټ ډی وي او د خپلې خوښې خواړه به خورو نو د چیټ میل انتخاب د سهار پرمهال وکړئ، چې دې ډول کړنې ته کورونو بایولوژي ویل کېږي.

د ماښام پرمهال د چیټ میل لمانځل د سهار په پرتله زیانمن وي، ځکه چې د سهار پرمهال د انسان بدن ډېره کالوري مصرفوي، ژر هضم راولي، خو په ماښام کې بیا ذکر شوي عملیې په کراره سره صورت نیسي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …