د هندوستان د میرټ له ښار څخه تېره میاشت یوه ویډیو خپره شوې وه، چې له مخې یې لېدل کېدل چې د واده په مراسمو کې ډوډۍ پخوونکې کارکوونکي پر ډوډۍ د اوبو پرځای لیاړې توکوي، چې اوسمهال یو بیا د ورته پېښې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.
د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه نوې پېښه د هند په غازي آباد ښار کې واقع شوې او ډوډۍ پخوونکی شخص په تنور د ډوډۍ پورې پر وخت لیاړې ور توکوي.
ویل کېږي چې دغه شخص محمد محسن نومېږي او د مراد نګر اوسیدونکی دی او کله چې پر ډوډۍ د لیاړو د توکولو پرمهال ولیدل شو، نو د بندي کېدو څخه د ژغورلو لپاره وتښتېد، چې بیا د غازي آباد پولیسو ونېوه.
راپور زیاتوي چې د محمد محسن پر وړاندې په محکمه کې قضیه ثبت شوې، چې د کورونا وایروس د بندیزونو پر خلاف کړنې هم ور پکې شاملې دي.