کورپاڼه / سياست او روانې چارې / راتلونکو څو مياشتو کې د مهمې او سترې پروژې (ټاپي) کار په افغانستان کې پيلېږي
ټاپي پروژه

راتلونکو څو مياشتو کې د مهمې او سترې پروژې (ټاپي) کار په افغانستان کې پيلېږي

د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند لپاره د يوې سترې پروژې (ټاپي) د افغانستان د برخې کارونه په راتلونکو څو مياشتو کې پيل شي.

د کانونو او پيټروليم وزارت په دې اړه وايي: ((په افغانستان کې به د ټاپي پروژې عملي کار د راتلونکي کال تر زمري مياشتې پورې پيل شي.))

د ټاپي پروژه د ګازو پايپ لاين پروژه ده چې ١٨٠٠ کيلومتره واټن لري. دا پروژه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او همدا راز هند ته ګاز لېږدوي.

د دې پروژې سره به نه يوازې دا چې د ترکمنستان ګاز پاکستان او هند ته ورسېږي، بلکې افغانستان ته به يې هم ګاز ورسېږي او پاکستان او هند ته د ګاز د لېږد په برخه کې به افغانستان ډېرې پېسې هم ترلاسه کړي.

د ټاپي پروژه چې په ترکمنستان کې يې کارونه بشپړ شوي دي، د افغانستان او سيمې لپاره يوه مهمه پروژه ده او د ډېرو خلکو ژوند به ورسره بدل شي.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …