د کورونا د وایروس او کرنتین پرمهال خو موږ ټول انسانان تقریباً له انلاین لېدنو او سیمینارونو څخه ستړي شو، خو اوسمهال د چکو سلواکیا څخه یو راپور راغلی چې له مخې ویل کېږي چې د بېزو لپاره د انلاین لېدنو اسانتیا رامنځته کړې.
د نړیوالو خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې په چکو سلواکیا کې د سفاري پارک له تېرو دریو میاشتو څخه بند دی او هلته یې موجودو بېزوګانو ته د یو سلو پنځوس کیلو میتره لېرې ژوبڼ څخه یې د ملګرو بېزوګانو سره انلاین لېدنې برابر کړي.
د سفاري پارک کارکوونکي وایې، چې په لومړیو کې بېزوګانو د سکرین په لېدو د وېرې احساس کاوه، خو د وخت په تېرېدو یې داسې رویه غوره کړی لکه د فلم په لېدو چې یو څوک خوشحالېږي، د پارک کارکوونکي وایي چې اوسمهال بېزوګان له سکرین سره دومره بلد شوي چې پر سکرین د څرګندېدونکو حرکتونو سره هغسې غبرګون ښکاره کوي، لکه موږ یې چې د لوبې یا ډرامې پرمهال له ځان څخه ښکاره کوو.
سربېره پر دې بېزوګانو په انلاین لېدنو کې د انسانان په ډول عادتونه خپل کړي، یعنې سکرین ته په کتلو سره لږ لږ خوراک هم کوي.
ویل کېږي چې د بېزوګانو دغه ویډیو لېدنې هره ورځ د ذکر شوي پارک پر ویب سایټ هم خپرېږي، چې د مارچ تر وروستیو به دوام وکړي او له هغې وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي چې آیا دوام ورکړي او که په هماغه ځای بس کړي.