کورپاڼه / بېلا بېل / د الوتونکو د مشهور نسل مرغۍ سندرې ویل بس کړي؛ څېړونکو یې په اړه اندیښنه څرګنده کړې

د الوتونکو د مشهور نسل مرغۍ سندرې ویل بس کړي؛ څېړونکو یې په اړه اندیښنه څرګنده کړې

د استرالیا د مشهوره نسل مرغۍ سندرې ویل بس کړي، چې څېړونکو یې هم په اړه د اندیښنې څرګندونه کړې، ځکه چې له دغې مرغۍ د سندرو هېرېدل د خطر نښه ګڼل کېږي.

راپورونه وایي چې دغه مرغۍ Honeyeater یا شات خوړونکې نومېږي، په استرالیا کې موندل کېږي او په دې وروستیو کې د سندرو ویل هېر کړي، ساینسپوهان وایي چې د سندرو هېرول یې د نسل د ختمېدلو نښه ګڼل کېږي.

د استرالیا د ملي پوهنتون د څېړنو له مخې ویل کېږي، هغه الوتونکي چې د نسل د ډېرولو وړتیا لري، له ورکېدو سره مخ دي. څېړونکي وايي نر شات خور په ګڼ چاپیریال کې ښه سندرې وایي چې بېلابېل سُرونه پکې شامل وي، خو که چېرته یې چاپیریال بدل شي نو سندرې یې هم ساده کېږي.

څېړونکی راس کریټس وایي، چې شات خواره الوتونکي له ورکېدو سره مخ دي او د سندرو نه ویل یې دې خبرې ته اشاره کوي چې په نسل کې کمښت راغلی دی. څېړنې وایي چې نارینه مرغۍ د ښځینه مرغۍ سره د یوځای کېدو دمخه ځانګړي آوازونه کوي او کوچني نارینه الوتونکي یې ورڅخه زده کوي، خو د غټو الوتونکو د کمښت په سبب کوچني الوتونکي له دا ډول اواز سره نا اشنا شوي دي.

څېړونکې وایي چې اوسمهال یوازې اتلس نارینه شات خواره الوتونکي شتون لري، چې د ټول نفوس دولس سلنه جوړوي، دغه راز دغه الوتونکي د نورو مرغیو سندرې ویلی شي خو خپلې سندرې ور څخه هېرې شوي دي.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …