د خوب نړيواله ورځ سږکال د مارچ په ١٩مه نېټه، يعنې سبا لمانځل کېږي، چې په دې ورځ د خوب د ستونزو، مسايلو او همدا راز د ښه خوب د ګټو په اړه بحثونه کېږي.
دا ورځ په لومړي ځل په ٢٠١٨ کال کې د مارچ په ١٤مه نېټه لمانځل شوې وه، دا ورځ کله د مارچ په دويمه او کله هم په دريمه اونۍ کې لمانځل کېږي، چې نېټې يې سره بدلېږي رابدلېږي.
په ٢٠١٩ کال کې د مارچ په ١٥مه او په ٢٠٢٠ کال کې د مارچ په ١٣مه نېټه لمانځل شوې وه، چې سږکال د مارچ په ١٩مه نېټه لمانځل کېږي.
د ښه او غوره خوب نه کولو يوه ستونزه چې د نړۍ ډېرى خلک ورسره مخ دي، چې له امله يې نه يوازې د خلکو ژوند اغېزمن کېږي، بلکې له لوى تاوان سره هم مخ کېږي.
ويل کېږي چې د ښه او پوره خوب نه کولو له امله هر کال امريکا ٤٠٠ ميليارده، جاپان ١٣٨ ميليارده، جرمني ٦٠ميليارده، انګلستان ٥٠ ميليارده او کاناډا ٢١ ميليارده تاوان سره مخ کېږي.
د دې ورځې د لمانځلو لپاره هر کال يو ځانګړى شعار هم جوړېږي، چې د سږکال شعار يې (منظم خوب، صحي راتلونکى) دى، دا شعارونه هم هر کال بدلېږي.
د ښه خوب لپاره غوره خواړه:
که تاسې هم د خوب له ستونزو سره مخ يئ، نو ځينې داسې خواړه دي چې که يې تاسې هره ورځ په خپلو خوړو کې شامل کړئ، نو د شپې به ورسره ښه، غوره او ارامه خوب ولرئ.
شيده، بادام، کيوي، چارمغز، چيري يا الوبالو، سپينې وريژې او اوميګا ٣ هغه څه دي چې ستاسې د ښه او پوره خوب په برخه کې له تاسې سره مرسته کوي.