کورپاڼه / جالب / په هند کې یو اته کلن ماشوم په حیرانوونکې ډول د ګنیز زوړ ریکارډ مات کړ

په هند کې یو اته کلن ماشوم په حیرانوونکې ډول د ګنیز زوړ ریکارډ مات کړ

په هندوستان کې یو اته کلن ماشوم په یوه دقیقه او نهه ویشت ثانیو د دریو روبیک کیوبونو یا مکعبونو په یوځای حل کولو سره د ګنیز نړیوال ریکارډ مات کړ او پخپل نوم یې ثبت کړ.

د نړیوالو ریکارډونو د ثبت اداره ګنیز وایي، چې د هند په کرناټک کې د بنګله دیش یو اته کلن ماشوم چې اتارا ار بټ نومېږي، زوړ ریکارډ یې له شپږو ثانیو څخه هم په لږ وخت کې مات کړو.

اتار ار بټ وایي، د کیوب یا مکعب نړیوالې ټولنې له لوري اعلان شوی و، چې نور به په سیالیو کې په پښو سره د کیوب یا د مکعب د جوړولو برخه له منځه یوسي.

نوموړی وایي چې دی په پښو سره په ډېر ښه ډول سره کار کوي او په هیواد کې یې په همدې سیالیو کې شپږم ځای خپل کړی و، خو کله چې دغه برخه په رسمي ډول سره ختمه شوه، نو په دې پرېکړه ډېر زیات خپه شو، خو ناهیلي نه شو او په پښو او لاسونو سره یې د روبیک کیوب یا مکعب د حل کولو په برخه کې د نوم ګټلو پرېکړه وکړه.

دغه ماشوم دا هم وایي، چې هیله لري چې ډېر ژر به له یوې دقیقې څخه هم په لږ وخت کې خپل ریکارډ مات کړي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …