کورپاڼه / بېلا بېل / په افریقا کې د لرغونو انسانانو د پښو د نښو، نښانو لویه ذخیره موندل شوې

په افریقا کې د لرغونو انسانانو د پښو د نښو، نښانو لویه ذخیره موندل شوې

په لرغوني ختیځه افریقا کې د اورشېندنې په پاتې شونو کې د څلور سوه پخوانیو انسانانو د قدمونو نښې، نښانې موندل شوي، چې په مرسته به یې د لرغونو انسانانو د ټولنیز ژوند په باب ډېر معلومات ترلاسه شي.

د پیټسبورګ پوهنتون د ژوندیو حیواناتو ارتقاء پوه کیون هاتالا او ملګري یې وایي، چې دغه موندنې یې د شمالي تنزانیا د کلي اینګاری سیرو په نږدې سیمو کې کړي دي، چې دا په افریقایي هیوادونو کې د موندل شوو لرغونو انسانانو د نښو، نښانو ترټولو لویه ذخیره ده.

څېړونکو پخپلو ساینسي راپورونه کې چې د مارچ په څوارلسمه نیټه یې خپاره کړي ول، له مخې یې ویل کېږي دغه کسان تقریباً له نن څخه وړاندې ۱۹۱۰۰ تر ۵۷۶۰ کاله پخواني د اور غورځونې د ملبې له خاورو څخه تېر شوي ول، چې د پښو د نښو، نښانو عمر ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کاله مخکینی دی.

یاده دې وي چې د پخوانیو پاتې شونو عمر د کاربن په استعمال سره معلومېږي.

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د دريم ځل لپاره په کورونا اخته کېدو وروسته خاوند خپله ښځه طلاقه کړه

په اردن کې يو سړي خپله ښځه له دې امله طلاقه کړې ده، چې په …