کورپاڼه / کرکټ / رحمن الله ګربز ویلي چې د سلېزې په جوړولو کې په پاتې راتللو خپه دی

رحمن الله ګربز ویلي چې د سلېزې په جوړولو کې په پاتې راتللو خپه دی

رحمن الله ګربز تېره ورځ د زمبابوې سره په لوبه کې له غوره لوبغاړي کېدو وروسته ویلي چې د سلېزې په جوړولو کې په پاتې راتللو ډېر خپه دی.

رحمن الله ګربز وایي چې په دې پوهېږي چې د سلېزې په جوړولو کې پاتې راغلی، خو په دې اړه یې فکر نه و کړی چې سلېزې پسې دې لاړ شي. نوموړی وایي چې دی په دې خپه دی چې سلېزه یې نه ده پوره کړې، ځکه چې دا د هر لوبغاړي ارمان وي چې په شل اوریزه لوبه کې سلېزه ووهي. ګربز زیاتوي چې په دې هڅه کې و چې د لوبډلې لپاره لوبه وکړي او په راتلوونکې لوبه کې به کوښښ کوي چې کومه تېروتنه ترسره نه کړي.

رحمن الله ګربز تېره ورځ د زمبابوې پر وړاندې په لومړنۍ شل اوره لوبه کې په ۴۵ بالونو د ۶ څلوریزو او ۷ شپږو پرمټ ۸۷ منډې ترسره کړې او د لوبې په ګټلو کې یې اغېزمن رول ولوباوه.

رحمن الله ګربز د ویشتنځای په اړه وایي، چې ویشتنځای د توپ وهنې لپاره جوړ و، خو د تېز بالرانو بال به په بیټ نه راتلو او د سپین بالرانو بالونه به ټیټ پاتې کېدل.

نوموړی د بالرانو د ټارګیټ کولو په اړه وایي، چې په کرکټ کې یو ځانګړی بالر نه ټارګيټ کېږي، ځکه کوم بالر چې ټارګیټ شي ممکن هغه بالر په هغه ورځ وچلېږي او ډېرې ویکټې واخلي، چې په همدې اساس ګربز هم جوړ بال ته انتظار کاوه او هڅه یې دا وه چې خپله پاڼې وغځوي او له شپږېزې وروسته سټریک بدل کړي.

رحمن الله ګربز د خپلې لوبې په اړه وایي، چې نوموړی په طبیعي ډول لوبېږي او هڅه کوي چې لوبډلې ته یو ښه پیل ورکړي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …