کورپاڼه / روغتيا / شین چای د کافي په پرتله د انسان د روغتیا لپاره ډېر اغېزمن وي

شین چای د کافي په پرتله د انسان د روغتیا لپاره ډېر اغېزمن وي

چای له اوبو وروسته په نړۍ کې ډېر څښل کېدونکي مشروب یا څښاک دي، خو ترڅنګ یې کافي هم ترې کمه نه ده او په حیرانوونکې ډول سره په نړۍ کې ډېره څښل کېږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې له پنځه اتیا سلنو څخه ډېر ځوانان په منظم ډول سره هره ورځ دوه پیالې کافي څښي، چې په دوو پیالو کې په اوسط ډول سره ۱۸۰ ملي ګرامه کافین شتون لري.

ډېری کسان شین چای او کافي د خپل ځانګړي خوند او د روغتیا اړوند ګټو لپاره یې استعمالوي، خو پوښتنه دا ده چې کافین څه شی وي؟ کافین د نړۍ په سطحه ترټولو ډېره استعمالېدونکې محرکه دوا یا درمل ګڼل کېږي او د کافینو طبیعي سرچینې بیا شین چای او کافي دي، یعنې کافين په شنو چایو او کافي کې په ډېره اندازې سره موندل کېږي او هغه کسان چې شین چای او کافي استعمالوي، په ډېره اندازه کافین هم ترلاسه کوي.

خو کافي بیا د شنو چایو په پرتله ډېر کافین لري چې په استعمال سره یې تقریباً درې برابره کافین د انسان بدن ته ورکوي او په ۲۴۰ ملي لیتره کافي کې ۹۰ ملي ګرامه کافین وي، چې دا اندازه په شنو چایو کې ۲۹ ملي ګرامه وي او شین چای ځکه ګټور وي چې کافین د انسان روغتیا ته زیان نه رسوي، خو کافي چې په ډېره اندازه کافین لري، نو ډېر استعمال یې د انسان پر روغتیا ناوړې اغېزې پرېباسي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …