کورپاڼه / خبرونه / په هند کې یو ځل بیا د آذان په اړه جنجالونه را پورته شوي

په هند کې یو ځل بیا د آذان په اړه جنجالونه را پورته شوي

د هندوستان د اله آباد د مرکزي پوهنتون مرستیال سنګیتا سریواستوا غوښتنه کړې، چې په لوړ غږ دې په آذان کولو بندېز پورې شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هندوستان کې د آذان په اړه غږ پورته کېږې، بلکې په دې هیواد کې هر وخت د هندو افراطیانو او عامو اوسیدونکو لخوا پر اذان د بندېزونه په اړه بحثونه کېږي او دا ځل په همدې لړ کې د اله آباد مرکزي پوهنتون مرستیال سنګیتا سریواستوا د ولسوالۍ ادارې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې هر سهار په پنځه نیمو بجو په لوړ غږ آذان یې په خوب کې خلل رامنځته کوي او په سر یې درد کېږي، چې بیا په سم ډول سره کار نه شي کولی، نو د سهار پرمهال دې په لوړ غږ د اذان په کولو بندېز ولګول شي.

نوموړی وایي، چې دی د کوم مذهب، ذات یا نسل مخالف نه دی، خو دې مسئلې ته باید حللاره وموندل شي او په روژه کې دې په لوړ غږ مختلف اعلانونه هم بند شي.

بله خوا د مسجد د موذن له لوري د لوډ سپیکر غږ ټیټ شوی او د لوډ سپیکر لوری یې هم بدل کړی، سربېره پر دې بېلابېلو سیاسي ډلو پر اذان د بندېز په خلاف هم پاڅونونه کړي.

او په هندوستان کې د مسلمانانو استازي له لوري د پوهنتون د مرستیال شکایت غندل شوی او ویلي یې دي، چې په هند کې ټول خلک د یو بل مذهبي احساساتو ته درناوی لري، نو غوره به دا وي چې د افراطیت اور ته پوکی ور نه کړل شي.

دا هم ولولئ

بابر اعظم له ویراټ کوهلي مخکې او لومړی مقام یې خپل کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ …