کورپاڼه / هنر او کلتور / هریتیک روشن هم د سموسو مینوال وخوت

هریتیک روشن هم د سموسو مینوال وخوت

د هندوستان مشهور اداکار یا هنرمند هریتیک روشن د سموسو ډېر سخت مینوال دی، خو څرګندونو یې مینوال له حیرانۍ سره مخ کړي.

د بالیووډ اداکار یا هنرمند هریتیک روشن په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام یو عکس خپور کړی، چې په عکس کې نوموړی په ډېر جدي ډول د لیپ ټاپ ترمخ ناست دی، هریتیک روشن له عکس سره لیکلي، چې جدي څېرې ته یې په کتو مه ساده کېږئ، مینو ګوري ځکه چې د خوراکي توکو په برخه کې ډېر جدي دی او سموسې یې یادېږي.

د هریتیک روشن دې پوسټ نه یوازې دا چې د نوموړي مینوال یې حیران کړي، بلکې د بالیووډ اداکاران یا هنرمندان هم ورته پرته څه ویلو تېر نه شول.

پریټي زنټا سمدستي د هریتیک روشن خبره تاییدوي او وایي چې ددې هم سموسې خوښېږي، خو ټایګر شرف او هما قریشي بیا خپل غبرګون په ایموجي سره څرګند کړ.

د هریتیک روشن مینوالو له نوموړي پوښتلي چې آیا غواړي چې په دې خبره یې باور وکړي چې سموسې یې خوښېږي، هریتیک روشن ورته په ځواب کې وایي چې ایا له سموسو به غوره او ښه شی هم وي.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …