کورپاڼه / هنر او کلتور / امازون په هند کې لومړى فلم جوړوي، اکشى کمار به پکې کار وکړي
اکشى کمار ١

امازون په هند کې لومړى فلم جوړوي، اکشى کمار به پکې کار وکړي

د انلاين پېر او پلور تر ټولو ستر شرکت امازون چې يو امريکايي شرکت دى، په لومړي ځل په بالي ووډ يا هندي سينما کې فلم جوړوي، چې مشهور اداکار اکشى کمار به پکې کار وکړي.

امازون تېره ورځ يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د دوى لومړنى هندي فلم (رام سيتو) نومېږي، چې ډېر ژر به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د يدولو وړ ده چې نېټ فليکس، امازون او د ډزني هاټ سټار په ګډون ډېرو نړيوالو وېبپاڼو، چې فلمونه او سريالونه خلکو ته خپروي، په هند کې خپل کارونه ډېر کړي دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Akshay Kumar (@akshaykumar)


په هند کې د کورونا ويروس له امله چې کله ګرځبندېز اعلان شو، نو دې وېبپاڼو ته هم ستر مارکيټ په لاس ورغى او ډېر فلمونه او سريالونه يې خلکو ته وړاندې کړل.

امازون په دې وروستيو کې د يو وېب سريال (تانډو) له امله په هند کې له ستونزو سره مخ شوى و، چې وروسته يې په دې اړه بخښنه هم وغوښته.

د هند يو شمېر سياستوالو په دغه وېب سريال نيوکې کړې وې او ويلي يې و، چې په دې کې د هندوانو دين ته سپکاوى شوى او د خلکو احساسات ټپي شوي دي.

د هند د سانسور ادارې اصول د امازون او نېټ فليکس په څېر وېبپاڼو باندې نه عملي کېږي، خو په سينما او ټلويزيون کې چې کوم فلمونه او سريالونه ښودل کېږي، نو له هغې څخه بيا دا ډول صحنې ويستل کېږي.

خو د هند حکومت بيا ويلي دي، چې د دغه وېبپاڼو په کومو موادو چې د خلکو له اړه نيوکې وشوې، نو په ٣٦ ساعتونو کې به يې دوى له خپلو وېبپاڼو ليرې کوي.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …