کورپاڼه / روغتيا / که چېرته مو د ګرمۍ په سبب د بدن اوبه کمې شي، نو په ډول یې پوره کړئ

که چېرته مو د ګرمۍ په سبب د بدن اوبه کمې شي، نو په ډول یې پوره کړئ

زموږ د هیواد په ځینو برخو کې ژمي خپله لمن ټوله کړې او هوا یې ګرمه شوې ده او د اوړي په موسم کې اوبه د انسان له بدن څخه د خولو په ډول خارجېږي او تنده ډېرېږي، چې د تندي د له منځه وړلو او په بدن کې د مالګینو توکو د ساتلو لپاره په کور کې جوړېدونکي مشروبات یا څښاک ګټور تمامېږي.

په کور کې جوړېدونکي څښاک بدن ته پیاوړتیا ورکوي او انسان ته تازه والی وربخښي، روغتیایي کارپوهان وایي چې د اوړي په موسم کې د تروو یا شوړمبو استعمال ګټور وي.

هغه کسان چې د وزن کمولو لپاره یې غذایي رژیم غوره کړی وي، مالګه په بېخي کمه اندازې سره استعمالوي چې مناسب نه ګڼل کېږي، که چېرته مو په کور کې نور ګټور مشروبات یا څښاک نه وي نو بوره او مالګه سره یوځای کړئ، لېمو ور واچوئ او شربت یې ترې جوړ او وڅښئ.

دغه راز په ګرمۍ کې د مستو استعمال هم ډېر اړین وي او د یخو مستو او تروو یا شوړمبو د استعمال په سبب نه یوازې دا چې د هضم مرحله ښه والی مومي، بلکې له ګرمې هوا یا جل وهلو مو هم ژغوري.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …