کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ هغه ٥ لوبغاړي چې خپل نومونه يې بدل کړل
يوسف، دلشان او اصغر

د کرکټ هغه ٥ لوبغاړي چې خپل نومونه يې بدل کړل

خپلواک وېبپاڼه (٢٧ اکتوبر ٢٠١٩): نوم بدلول ډېره اسانه خبره نه ده، په ځانګړې توګه د هغه چا لپاره چې په نړيواله کچه شهرت لري، ځکه نه يوازې دا چې ستاسې د کورنۍ غړي او ملګري ستاسې له نوم سره بلد وي، بلکې نور خلک هم ستاسې له نوم سره ډېر اشنا وي، خو داسې وختونه بيا هم راځي چې ځينې خلک خپل نومونه بدلوي، ځينې کسان د مذهب بدلولو له امله هم خپل نومونه بدلوي او ځينې کسان بيا د ځينو نورو لاملونو له امله هم خپل نومونه بدلوي.

د کرکټ د نړۍ هغه پنځه لوبغاړي درپېژنو، چې هغوى خپل نومونه بدل کړي دي.

١-: محمد يوسف:محمد يوسف

په ٢٠٠٥ کال کې د پاکستان کرکټ لوبډلې توپوهونکى يوسف يوحنا له عيسويت څخه اسلام ته واوښت. نوموړى چې په لاهور کې زېږېدلى دى، يوازينى عيسايي لوبغاړى و چې په پاکستانۍ لوبډله کې لوبېده.

د يوسف يوحنا اسلام قبلولو نه وروسته هغه خپل نوم محمد يوسف کېښود، همدا راز د هغه مېرمن فاطمه هم مسلمانه شوه او د خپل نوم سره يې يوسف ورزيات کړ. محمد يوسف هغه مهال اسلام قبول کړ، کله چې يې د تبليغيانو سره پرلپسې ناستې ترسره کړې.

خو هغه مهال د پاکستان ورځپاڼو په خپلو راپورونو کې دا هم ويلي و، چې د محمد يوسف مور و پلار د هغه په دغه پرېکړه خوښ نه و او هغوى وويل چې د مسلمانېدو نه وروسته دې د دوى زوى د دوى نوم نه کاروي.

٢-: اصغر افغان:اصغر افغان

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر په ٢٠١٨ کال کې خپل نوم بدل کړ. نوموړى چې په کابل کې زېږېدلى دى، د اصغر ستانکزي په نوم پېژندل کېده، خو هغه بيا خپل وروستى نوم بدل کړ. نوموړي د خپل وروستي نوم د بدلولو په تړاو ويلي و، چې هغه غواړي له خپل نوم سره يې د (افغان) کلمه ذکر شي.

هغه همدا راز ويلي و، چې دا د افغانانو وجيبه ده چې هغوى خپل ملي هويت وساتي. نوموړي هغه مهال خپل نوم بدل کړ، کله چې يې نوې اليکترونيکي تذکره ترلاسه کوله. همدا راز له هغه وروسته بيا د افغانستان کرکټ بورډ هم په ټويټر باندې د نوموړي د نوم د بدلولو په تړاو يو پوسټ کړى و.

اصغر افغان هغه څوک دى چې له ٢٠٠٩ کال راهيسې د افغانستان ملي لوبډلې سره دى او د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې هم ګډون کړى و.

٣-: تلکرتنى دلشان:تلکرتنى دلشان

تلکرتنى دلشان په ١٩٩٩ کې پرېکړه وکړه چې له اسلام څخه د بوديزم مذهب ته واوړي. نوموړى چې په ١٩٧٦ کې په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلى و، د هغه نوم تووان محمد دلشان و، د هغه پلار د يوې ملايي مسلمان ګروپ سره اړيکې درلودې.

کله چې د نوموړي مور و پلار ترمنځ بېلتون راغى، نو هغه خپل دين بدل او د خپلې مور دين بوديزم ته واوښت. همدا راز نوموړي د بوديزم دين قبلولو سره سم خپل نوم هم تلکرتنى موديانسيليګ دلشان ته واړولو.

تلکرتنى دلشان په ١٩٩٩ کې د سريلانکا لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او په خپل ١٧ کلن کرکټ کې يې سريلانکا ته ډېرې برياوې ور په برخه کړې. نوموړي خپله وروستۍ لوبه د اسټراليا پر وړاندې د ٢٠١٦ کال په سپتمبر کې ترسره کړه.

٤-: منصور علي خان پټودي:منصور علي خان پټودي

منصور علي خان پټودي د خپل پلار افتخار علي خان پټودي نه وروسته د بوپال نواب و، هغه همدا راز د (نواب اف پټودي) په نوم هم مشهور و. کله چې نوموړى ١١ کلن و نو پلار يې په حق ورسېده، له هغه وروسته چې کله نوموړي په ١٩٦١ کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د هند لپاره ترسره کړه، نو بيا هغه د هندۍ لوبډلې تر ټولو کم عمره لوبډلمشر هم وټاکل شو، چې هغه وخت يې عمر ٢١ کاله و.

خو په ١٩٧١ کې د هند حکومت شاهي لقبونه تسليم کړل، نو له هغه وروسته نوموړي خپل نوم د نواب آف پټودي جونئير څخه بدل کړ.

نوموړى د هندۍ لوبډلې يو مخکښ توپوهونکى و، چې په ٤٦ ټېسټ سياليو کې يې د ٣٤.٩١ په اوسط ٢٧٩٣ منډې کړې وې او همدا راز ١٩ نيمه سليزې يې هم وهلې وې، د هغه تر ټولو زياتې منډې ٢٠٣ ناسوځېدلې د انګلستان پر وړاندې وې.

٥-: باب ويليس:باب ويليس

رابرټ جارج ډيلن ويليس، چې د باب ويليس په نوم پېژندل کېږي، د انګلستان لوبډلې يو له زړورو او چټکو توپ اچونکو څخه و. د هغه د نوم د بدلولو کيسه هم جالبه ده.

هغه د ١٩٦٠ لسيزه کې د امريکايي موسيقار باب ډيلن نه متاثره و، نو له دې امله هغه بيا په ١٩٦٥ کې په خپلو اسنادو کې خپل نوم بدل کړ. کله چې نوموړي له کرکټ سره مخه وکړه نو له هغه وروسته يې بيا د سکاى سپورټس ټلويزيون سره هم تر ډېره وخته پورې دنده ترسره کړه.

ژباړه: د خپلواک ژباړې ټيم

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …