کورپاڼه / اسلام / کله چې قران له زړونو، ژبو او سینو څخه پورته شي تر څه وخت پورې به شپېلۍ وهل کېږي او شیطان به څه ډول مري؟

کله چې قران له زړونو، ژبو او سینو څخه پورته شي تر څه وخت پورې به شپېلۍ وهل کېږي او شیطان به څه ډول مري؟

د قیامت له واقع کېدو څخه لږ څه دمخه به له جنوب لوري ډېره ښکلې هوا را والوزي، چې په سبب به یې ټول مسلمانان په بغل یا اړخ کې د درد احساس وکړي او هر یو به د خپل فضیلیت له مخې مړ شي، یعنې څوک چې څومره نیک وي په هماغه اندازه به ژر مري، کله چې ټول مسلمانان مړه شي، نو په نړۍ به حبشیان واکمن شي او په ټوله نړۍ به حکومت وکړي.

په صحیح بخاري او مسلم شریف کې راځي، کله چې حبشیان حکومت پیل کړي، نو کعبه شریفه به ورانه کړي، حج کول به بند شي، قران کریم به له زړونو، ژبو او کاغذونه پورته شي، له الله تعالی وېره، حق پېژندنه او له اخرت څخه به وېره د خلکو په زړونو کې ختمه شي، شرم او حیا به نه وي، خلک به په لارو د خرو او سپیو په څېر زنا کوي، د مشرانو ظلم، ناپوهي او یو په بل تېری به ډېر شي، بیا به کلي وران شي، ښارګوټي به د کلي په څېر او ښارونه به د ښارګوټو په څېر شي، قحطي، وبا او افتونه به نازل شي، جماع کول به ډېر وي خو اولادونه به لږ پیدا کېږي، ناپوهي به دومره ډېره شي چې هیڅوک به د الله نوم نه اخلي، په ټوله نړۍ کې به فتنې ډېرې شي، چې بیابه خلک تنګ شي او د شام پر لور به حرکت وکړي.

په دا وخت کې به د جنوب له لوري اور را څرګند شي او خلکو ته به ور نږدې کېږي، خلک به د اور له وېرې منډې کړي خو د ماسپښین پرمهال به ستړي شي او عاجزي به څرګنده کړي چې اور به هم ودرېږي، بیابه خلک ارام وکړي، سهار به بیا اور ورپسې شي او تر شام پورې به یې ورسوي او ورک به شي، کله چې اور ورک شي ځینې خلک به خپلو ځایونو ته وګرځي، خو ډېر کسان به په شام کې پاتې شي، له دې وروسته به تر دریو یا څلورو کلونو پورې به خلک غافله وي او دنیاوي نعمتونه او شهوت به ډېر شي او د جمعې په ورځ به د محرم په لسمه نیټه شپېلۍ پو کړل شي.

یو نری او اوږد آواز به ولري چې ټول خلک به یې په یو ډول واوري او حیران به شي چې دا څه ډول آواز دی، ورو ورو به د شپېلۍ غږ د بریښنا په څېر تېز او لوړ شي، په دې آواز سره به انسانان نا آرامه شي او یو یو به مړ کېږي، دا وخت به زلزلې راشي، خلک به له وېرې کورونه پرېږدي او میدانونو ته به منډه کړي، ځمکه به ځای ځای وچوي، سمندر به په نږدې سیمو راشي، وحشي ځناور به د انسانانو پر لور راشي، اور به مړ شي، لوړ غرونه به ټوټه ټوټه شي او د تېزې هوا په سبب به د شګو په څېر والوزي، د ګردونو په سبب به ټوله نړۍ تیاره شي، دا وخت به د شپېلۍ غږ نور هم سخت شي، تر دې چې له غږ به یې آسمان وچوي او ستوري به ټوټه ټوټه شي، د شپېلې په سبب به انسانان ومري، نو عزرایل به د شیطانونه د روحونو په اخیستلو پیل وکړي او په داسې سخت ډول به ترې روح واخلي لکه د ټولو انسانیت څخه چې په یو ځل روح اخیستل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …