کورپاڼه / خبرونه / پاکستانى کپتان بابر اعظم بيا په ستونزو کې راګېر شو
بابر اعظم

پاکستانى کپتان بابر اعظم بيا په ستونزو کې راګېر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم باندې يوې ښځې ځينې تورونه پورې کړي و، چې يو ځل بيا د هماغه تورونو له امله په ستونزو کې راګېر شوى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د لاهور محکمې پوليسو ته امر کړى دى، چې د بابر اعظم پر ضد دې عريضه ثبت او محکمې ته وړاندې کړي.

د حميزه مختار په نوم ښځې په بابر اعظم تور پورې کړى و، چې له هغې سره يې اوږده يارانه درلوده، چې ان ماشوم يې هم پرې غورځولى، خو واده يې ورسره ونه کړ او بيا يې پرېښوده.

نوموړې محکمې ته دا هم ويلي و، چې هغې ته د بابر اعظم د کورنۍ له خوا اخطارونه ورکول کېږي.

محکمې ته د بابر اعظم پر ځاى د هغه ورور فېصل اعظم ورغلى و او د بابر اعظم د ورتګ لپاره يې د وخت غوښتنه کړې وه، خو تراوسه پورې بابر اعظم په دغه پېښه کې نه هم پوليسو او نه هم محکمې ته وړاندې شوى دى.

اوس محکمې پوليسو ته ويلي دي، چې د بابر اعظم محکمې او پوليسو ته نه ورتګ دا ښکاره کوي چې په هغه لګېدلي تورونه رښتيا دي او ژر تر ژره دې د هغه پر ضد عريضه ثبت شي.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …