په نړۍ کې د لومړي لپاره د ټاټو (چاپو اچولو یا د خالونه ایښودلو) هنرمند د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو د درې سوه کیلو میترو په فاصله کې د یوې انجلۍ پر مټ ټاټو جوړ کړی.
د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه د ټاټو هنرمند د لندن اوسیدونکی دی او له لندن څخه یې په هالینډ کې د یوې انجلۍ پر مټ ټاټو جوړ کړ.
ویل کېږي چې دغه هنرمند ددې کار لپاره له یوه روبوټ، تري ډي چاپ او د 5G انټرنیټ څخه کار اخیستی، چې ددغې حیرانوونکې ټیکنالوژۍ ملاټر د T-Mobile هالینډ له لورې شوی دی.
د ټاټو هنرمند ویس توماس د نوییل ډریو سره یوځای، چې یو د ټیکنالوژۍ کارپوه دی، د تري ډي چاپ په مرسته د خپل ډول له مخې لومړنی روبوټ تیار کړ، چې نوییل ډریو په ډېرو شیانو تجربه هم کړ او له سلګونو تجربو وروسته یې بالاخره دا پرېکړه وکړه چې د انجلۍ پر مټ به ټاټو یا چاپې جوړوي.
ویل کېږي چې دغه انجلۍ د هالینډ مشهوره د تلویزون ستورې سیجن فرانسین نومېږي، ویس توماس به په لندن کې خپل لاس ته حرکت ورکاوه او د ټیکنالوژۍ په مرسته به په هالینډ کې روبوټ د سیجن فرانسین پر مټ ټاټو جوړوه.