کورپاڼه / اسلام / د یو مسلمان ورور په نه شتون کې د هغه دفاع کول د جنت کیلي ده

د یو مسلمان ورور په نه شتون کې د هغه دفاع کول د جنت کیلي ده

هغه قاضي چې په حق سره پرېکړه کوي: حضرت بریدة رضي الله عنه وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې دوه قاضیان به جهنم ته ځي او یو قاضي به جنت ته، هغه قاضي چې حق یې وپېژاند او د حق مطابق پرېکړه یې وه، هغه به جنت ته ځي او هغه قاضي وپېژني او بیاهم ظلم وکړي او هغه قاضي چې پرته له علم یا څېړنې یې پرېکړه دوزخ ته به ځي.

د یو مسلمان ورور په نه شتون کې د هغه د عزت دفاع کول: حضرت اسماء بنت یزید رضي الله عنها وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې د یوه ورور په نه شتون کې د هغه له عزت څخه بدي لېرې کړه، په الله تعالی حق لري او له اور به ازاد کړی شي.

له چانه سوال نه کول: حضرت ثوبان رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، څوک چې ماته ددې خبرې ضمانت راکړي، چې هغه به له چا سوال نه کوي، نو زه ورته د جنت ضمانت ورکوم.

غوسه نه کول: حضرت ابو درداء رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، غوسه مه کوه ستا لپاره جنت دی.

د سهار او مازیګر لمونځ هر وخت په جماعت سره ادا کول: حضرت ابوبکر بن ابو موسی اشعري رضي الله له خپل پلار څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چا چې د ساړه وخت دوه لمونځونه یعنې سهار او مازیګر وکړل هغه به جنت ته ځي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …