وټساپ د ایپل یا آیفون د اپریټنګ سیستم (iOS9) لپاره خپل ملاتړ ودراوه او له دې وروسته به یوازې د آیفون 5 یاهم له دې وروسته معرفي شوو د ایپل په ځیرکو موبایلونو کې کار کوي.
راپورونه وایي چې وټساپ په دې وروستیو کې داسې اسناد خپاره کړي، چې له مخې به یې د وټساپ اپلیکشن د (iOS9) سیستم لپاره کار کول بس کړي او له دې وروسته به یوازې په 2016 کال د معرفي شوي (iOS10) سیستم ته کار کوي، یعنې د وټساپ اپلیکشن به په هغه آیفون موبایلونه کې د ګټې اخیستنې وړ وي چې ذکر شوی سیستم ولري.
باید ووایو چې تر اوسه پورې د iOS9 سیستم لرونکو آیفون موبایلونو د وټساپ اپلیکشن څخه ګټه اخیستلی شوه، خو اوسمهال چې دغه ځانګړتیا ترې اخیستل شوې، نو مطلب یې دادی چې د آیفون s4 موبایل لرونکي نور له وټساپ څخه ګټه نه شي اخیستلی.
یاده دې وي چې د وټساپ اداره له دې وړاندې هم څو ځلې د خپلو پرېکړو په سبب د خلکو د نېوکو لاندې راغلی و او کاروونکو یې د نورو اپلیکشنونه استعمال پیل کړی و.