کورپاڼه / روغتيا / څېړونکي: د ځوانۍ پرمهال د چاغښت ستونزه دماغي ناروغۍ زېږوي

څېړونکي: د ځوانۍ پرمهال د چاغښت ستونزه دماغي ناروغۍ زېږوي

ساینسپوهانو د یوې نوې څېړنې له مخې هغه کسانو ته ډېر بد خبر ورکړی چې د ځوانۍ پرمهال د چاغښت ښکار وي یا د ډېر وزن لرونکي وي.

د میل اتلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې د کیلفورنیا او سین فرانسسکو ساینسپوهانو ویلي، هغه نارینه او ښځینه چې په شل کلنۍ او دیرش کلنۍ کې د چاغښت ښکار ګرځېدلي وي، دماغي روغتیا یې اغېزمنه کېږي او په راتلوونکې ژوند کې یې د حافظې اړوند ستونزې ډېرېږي.

راپور زیاتوي، چې ساینسپوهانو ددې څېړنې لپاره د پنځلس زرو کسانو طبي ډیټا وڅېړله او په دې اړه یې د ډېرو څېړنو له پایلو ګټه پورته کړه.

د څېړونکي ډلې مشر او د دماغو متخصص کرسټین یافي وایي، چې د څېړنو له پایلو یې دا خبره هم څرګند شوه، چې د ځوانۍ پرمهال د چاغښت ستونزه په راتلوونکي ژوند کې د لوړ فشار او د زړه د ناروغیو امکان ډېروي.

نوموړی وایي، چې له دې څېړنې دې پایلې ته ورسېدل چې د ځوان پرمهال د انسان روغتیا د هغه د منځني او د ډېر عمر له ذهني روغتیا سره ژوره اړیکه لري، هغه کسان چې غواړي چې د عمر په ډېرېدو یې دماغ پیاوړي وي او د ډیمینشیا په څېر له ناروغیو وژغورل شي، نو د ځوانۍ پرمهال دې خپل ځان له چاغښت څخه وژغوري.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې د وزن د کمولو لپاره دغه ډول چکني استعمال کړئ

ډېری کسان د روژې په مبارکه میاشت کې د عامو ورځو په پرتله د وزن …