کورپاڼه / جالب / د نړۍ د شرمناک پارک د بیا پرانیستلو پرېکړه شوې

د نړۍ د شرمناک پارک د بیا پرانیستلو پرېکړه شوې

په امریکا کې د کورونا د وایروس د پېښو له کمېدو سره سم په دې هیواد کې د یوه شرمونکي پارک د پرانیستلو اعلان شوی، چې ښځې او نارینه به ور پکې لوڅ ګرځي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه پارک (White thorn Lodge Family Nudist Park) نومېږي او د بیور کاونټي سیمه کې موقیعت لري، چې د تېرکال د جون په میاشت کې د کورونا د وایروس په سبب تړل شوی و.

راپور زیاتوي چې دغه پارک هر کال د میي له میاشتې څخه تر سپتمبره پورې پرانیستی وي او هغه نارینه او ښځینه چې ددغه پارک غړیتوب لري، لوڅ ور پکې ګرځي، خو تېر کال په دوامداره توګه بند شوی او د روان کال د میي په اته ویشتمه نیټه به پرانیستل شي.

د ذکر شوي پارک د ادارې له لوري په یو بیان کې ویل شوي، که چېرته د کورونا وایروس خطرناک شکل غوره کړي، نو دوی به یو ځل بیا د پارک د تړلو پرېکړه وکړي، ځکه چې د دوی ته د خپلو غړو کسانو خوندیتوب مهم دی.

یاده دې وي چې په دې پارک کې د والیبال او نورو لوبو میدانونه شتون لري، چې غړي نارینه او ښځینه یې په لوڅ ډول پکې برخه اخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …