کورپاڼه / کرکټ / هند په څلورمه شل اوریزه لوبه کې انګلیستان ته د (۸) منډو په توپیر ماتي ورکړه

هند په څلورمه شل اوریزه لوبه کې انګلیستان ته د (۸) منډو په توپیر ماتي ورکړه

هند په څلورمه شل اوریزه لوبه کې انګلیستان ته د (۸) منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ یې دوه په دوه برابره کړه.

دغه لوبه د هند په کوربه توب د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه انګلیستان وګټله او د توپ اچوونکې پرېکړه یې وکړه. هند په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې جوړې کړې او انګلیستان ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.

د هند له لوري د پیل لوبغاړي ښه ونه ځلیده، خو سوریا کمار یادیو چې لومړنۍ شل اوره لوبه یې وه، ډېر ښه ولوبېده او په ۳۱ توپونو یې ۵۷ ډېرې منډې جوړې کړې او لوبډله یې له ستونزو وویستله او د انګلیستان له لوري په توپ اچونه کې جوفر آرچر په څلور اورونو کې د ۳۳ منډو په ورکړې څلور ویکټې واخیستې.

د انګلیستان لوبډلې د ۱۸۶ منډو د هدف په تعقیب کې ۱۷۷ منډې وکړې او لوبه یې د ۸ منډو په توپیر وبایلله، د انګلیستان له لوري بین سټوک ښه لوبه وکړه او په ۲۳ توپونو یې ۴۶ ډېرې منډې ترسره کړې، د هند له لوري په توپ اچونه کې ټاکور ښه وځلید او د څلور اورونو په ترسره کولو یې د ۴۲ منډو په ورکړې درې انګلیستاني لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اورېزو لوبو لړۍ دوه په دوه برابره او وروستۍ لوبه به یې د مارچ په ۲۰ نیټه په احمد آباد کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …