کورپاڼه / روغتيا / د اوږد ژوند لپاره مېوې اړینې وي خو په څومره اندازې سره؟

د اوږد ژوند لپاره مېوې اړینې وي خو په څومره اندازې سره؟

له بې شمېره ساینسي څېړنو څخه دا خبره منل شوې چې د مختلفو ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره د انسان بدن په ورځني ډول ډېرو مېوو او سبزیجاتو ته اړتیا لري، خو پوښتنه داده چې د روغتیا د ساتنې لپاره په ورځني ډول باید څومره غذایي توکي وخوړل شي؟

په سیدتي مجله کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل شوي، چې د مېوو او سبزیجاتو په جوړښت کې موجود غذایي توکي د ډېرو زیاتو ناروغیو خطر کموي لکه د رګونو او سرطان ناروغۍ.

د خوراکي توکو کارپوه او د هارورډ پوهنتون څېړونکي ډونګ ډي وانګ د نړۍ په سطحه له دوه میلونو څخه د ډېرو کسان ډیټا څېړلې او دا پایله یې ترلاسه کړې، چې په ورځ کې پنځه ځلې د مېوو او سبزیجاتو خوړل د مړینې خطر کموي، خو ډېره خوراک یې بیا ګټور نه وي.

د اوږد ژوند لپاره:

په دې څېړنه کې څېړونکو په ورځ کې د درې ځلې د سبزیجاتو او دوه ځلې د مېوو خوړل د اوږد ژوند راز ګڼلی او په داسې کسانو کې د زړه د ناروغیو دولس سلنه، د سرطان لس سلنه او د ساه په ناروغیو کې پنځه دیرش سلنه کمښت رامنځته کوي.

د څېړنو له مخې ویل کېږي چې ټولې مېوې او سبزیجات یو ډول ګټه نه لري، د جوارو، مټرو، مېوو او د آلو استعمال د مړینې د کچې کمولو سره اړیکه نه لري، خو پالک، ګلپي، مېوې، د ویټامین سي او کیروټین لرونکي سبزیجات لکه ګازرې ډېرې ګټورې وي او اړینه ده چې مېوې او سبزیجات په برابره اندازې سره وخوړل شي، خو باید ووایم چې د ذکر شوې طریقې څخه دمخه باید ډاکتر سره مشوره وشي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …