کورپاڼه / خبرونه / نن افغانستان او زمبابوې دويمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي
سين ويليمس او اصغر افغان

نن افغانستان او زمبابوې دويمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه لوبه نن د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيلېږي.

دا لړۍ چې د مارچ په ١٧مه نېټه پيل شوې وه، افغانستان په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې د ٤٨ منډو په توپير بريا خپله کړه او لوبلړۍ کې يې مخکېوالى ترلاسه کړ.

رحمان الله ګربز تر ټولو ښه توپوهنه ترسره کړې وه چې ٨٧ منډې يې ترلاسه کړې وې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم اخيستې وه.

خو په دغه لوبه کې چې پيليز توپوهونکى عثمان غني هم اخيستل شوى و، د هغه پر ځاى د توپ اچونې الراونډر کريم جنت د پيل توپوهنې ته راوتلى و او عثمان غني بيا د پنځه لوبغاړو سوځېدو وروسته، هغه مهال توپوهنې ته راوويستل شو چې يوازې ١ توپ پاتې و، چې له دې امله په اصغر افغان په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې نيوکې وشوې.

په تېره لوبه کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، کريم جنت، اصغر افغان (لوبډلمشر)، محمد نبي، راشد خان، نجيب الله ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهيدي، امير حمزه هوتک، نوين الحق او فريد احمد ولوبېدل.

دا هم ولولئ

ډیلي دا ځل ممبۍ ماته کړه

ډیلي کاپیټلز چې تېر کال يې په څلورو لوبو کې له ممبۍ انډینز څخه ماتې …