کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړونکې: د بریښنا په سبب پر ځمکه د انساني ژوند لومړني عناصر رامنځته شول

څېړونکې: د بریښنا په سبب پر ځمکه د انساني ژوند لومړني عناصر رامنځته شول

له نن څخه میلیاردونه کاله وړاندې بریښنایي سپرغیو پر ځمکه د فاسفورس کچه لوړه کړې او د انساني ژوند لپاره یې لومړني توکي رامنځته کړي.

له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې، چې له اسماني بریښنا یا تالندې څخه پر ځمکه د ژوند لپاره اړین توکي خواره شول او له دې وروسته ژوند پیچلی شو. دغه څېړنه د ییل پوهنتون د جیولوژي د څانګې زده کړیال بینجامین هیس ترسره کړې.

بینجامین هیس وایي، چې د ژوند د تېرولو لپاره فاسفورس اړین وي، خو تر میلیاردونو کلونو پورې یې په عام ډول پر ځمکه شتون نه درلود او د ځمکې په ناحل شوو منرالونو کې بند پاتې ول، په دې څېړنه کې څېړونکو په دې خبره ټینګار کړی، پر ځمکه فاسفورس کله او څنګه ګټور شو او د ژوند بنسټیز توکي ډي این ای، ار این ای او د نورو ژوندیو مالیکونو یا حجرو شکل یې غوره کړ.

څېړونکو لومړی په هغه شرایبرسایټ نومې ځانګړې د اور غورځونې په ډبرې څېړنه وکړه، چې فاسفورس یې درلود، دا ډبره په ځمکه وخت ناوخت راغوررځي او امکان دې ولري چې دا به د لومړني ژوند سبب ګرځېدلي وي، خو دا نظریه په دې بسنه نه کوي چې د ځمکې پر سطحه درې نیم یا څلور نیم میلیارده کاله دمخه د ژوند لومړني عناصر رامنځته شول، خو په دې موده کې د ځلېدونکو ستورو ټکر ډېر کم و.

څېړونکو د څېړنې پرمهال د شرایبرسایټ په ډبره د فاسفورس یو بل ځای وموند چې فلګرایټ ورته ویل کېږي، چې یو ډول ښېښه او دا ښېښه هم د اسماني بریښنا په صورت کې رامنځته شوې.

له دې وروسته یې یو کمپیوټري ماډل جوړ کړ او معلومه یې کړه چې پر پخوانۍ ځمکه په یو کال کې تر پنځه میلیارده ځلو پورې تندر یا اسماني بریښنا رامنځته شوې او په دې کې به ضرور له سل میلونو څخه تر یو میلیارده پورې تندر یا اسماني بریښنا پر ځمکه لوېدلي وي او په همدې ډول به په اسماني ډبرو کې فاسفورس حل او د ژوند لپاره به لومړني عنصر رامنځته شوي وي.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …