کورپاڼه / روغتيا / پر سر باندې یو وړوکی زخم هم د ډیمینشیا سبب کیدلی شي

پر سر باندې یو وړوکی زخم هم د ډیمینشیا سبب کیدلی شي

حتی په ټول ژوند کې پر سر یو وړوکی غوندې زخم هم دا خطر ډېروي چې د هېرولو او نسیان عامه ناروغي ډیمنیشیا رامنځته کړي.

د پینسلوانیا پوهنتون ساینسپوهانو د یوې څېړنې له مخې وویل، چې ډېرې وخت د دماغي صدمې یا زخم اوږدمهاله اغېزې له پامه غورځول کېږي، خو اوسمهال د یو نظامي او طبي ډیټابیس له څېړلو وروسته معلومه شوه چې یو دماغي زخم هم د ډیمنیشیا خطر ډېرولی شي.

د پوهنتون د دماغي علومو د څانګې مرستیال اینډریا ایل سي شنایډ وایي، څومره چې د انسان په دماغو کې زخم پیدا کېږي، په هماغه اندازه یې د ډیمینشیا خطر هم لوړېږي او اغېزې یې ډېرې وروسته څرګندېږي.

د موټر، موټر سایکل د ټکر او د لوبو پرمهال په غورځېدو سره زموږ دماغ زخمي کېږي، یوازې په امریکا کې ۲۳ میلونه کسانو ژوند په بېلابېلو برخو کې د دماغو له زخمي کېدو سره مخ شوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي ویل کېږي که چېرته د ژوند په اوږدو کې زموږ سر سخت زخمي شي نو د ډیمینشیا خطر مو ۱.۲۵ برابره ډېرېږي، په دوه ځلې زخمي کېدو ۹.۵ سلنو ته دغه کچه پورته کېږي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …