کورپاڼه / جالب / په هند کې یو اتیا کلن شخص له تېرو دیرش کلونو څخه د تیږو په خوړلو ژوند کوي+ویډیو

په هند کې یو اتیا کلن شخص له تېرو دیرش کلونو څخه د تیږو په خوړلو ژوند کوي+ویډیو

د هندي رسنیو له لوري د یو خپور شوي راپور له مخې ویل کېږي، چې ددې هیواد په مهاراشتر ایالت کې یو اتیا کلن شخص هره ورځ تر دوه نیمو سوو ګرامه پورې تیږي کوي.

راپورونه زیاتوي چې دغه شخص نه یوازې دا چې یو یا دوه کاله یې تیږي خوړلي بلکې له تېرو دیرشو کلونو څخه تیږي خوري او په همدې ډول خپل ژوند کوي. دغه شخص چې دادا رام باو بوډ یې نوم دی، دعوه کوي چې له تېرو دیرشو کلونو څخه تیږي خوري او په ټول کلي کې د تیږو په خوراک سره مشهور دی.

ویل کېږي چې رام باو بوډ هغه وخت د رسنیو د سر ټکی وګرځید، کله چې د نوموړي په خېټه درد شو او روغتون یوړل شو، وروسته له معایناتو معلومه شوه چې اتیا کلن رام باو په خېټه کې ډېرې تیږي شتون لري.

رام باو وایي چې په ۱۹۷۳ کال یې په خېټه درد راغی، چې ترڅو ورځو پورې یې دوام درلود او هیڅ نه ښه کیده، چې بیا یوې زړې ښځې ورته د تیږو د خوړلو ځانګړې لاره چاره وښوده او له هغې وروسته یې تیږي خوړل پیل کړل او درد یې آرامه شوه خو د تیږو خوړلو عادت یې هم خپل کړو او دیرش کاله کېږي چې تیږي خوري.

ډاکتران د رام باو په دې ادعا د حیرانۍ څرګندونه او وایي چې دا امکان نه لري چې یو څوک دې هره ورځ دوه نیم سوه ګرامه تیږي وخوري او ژوندی دې پاتې شي، دوی وایي چې رام باو اوسمهال ښه دی او دوی دا هڅه کوي چې د تیږو خوړلو راز پیدا کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې ښځې د نړۍ ترټولو غټ ماشوم زېږولی

یوې امریکایي میرمنې پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک د یوې ویډیو له مخې څرګنده کړې، …