کورپاڼه / روغتيا / د ګردو له ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ګټور سبریجات

د ګردو له ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره ګټور سبریجات

ګردې د انسان د بدن مهم غړی دی او په نړۍ کې هر کال له پنځوس زرو څخه ډېر کسان د ګردو د مختلفو ناروغیو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې ډېری خلک د ګردو اړوند ناروغیو ته پاملرنه نه کوي خو د ګردو ناروغۍ انسان له منځه وړلی هم شي.

دوی وایي چې د ګردو لپاره د ښو خوړو استعمال ډېر اړین وي یعنې د ګردو د ښه ساتلو لپاره د ښو خوړو استعمال ترټولو غوره لار ګڼل کېږي، نو راځئ چې هغه خواړه وپېژنو چې د ګردو لپاره ګټور وي.

ګلپي او بند ګلپي: ګلپي او بند ګلپي د فولیک اسید او فایبرو یوه ښه ذریعه ده او د ویټامین سي په درلودلو د ادرارو سیستم ته اغېزمن تمامېږي او د سودیم، پوتاشیم او د فاسفورس په شتون سره د آلو یو ښه بدیل ګڼل کېږي.

هوږه: هوږه د سودیم، فاسفورس او پوتاشیم په درلودلو د وینې کلیسټرول کموي او د میکروبونهذمخه نه شي، دغه راز په خوراکي توکو کې د مالګې پرځای د هوږې اچول د مالګې یو ښه بدیل دی.

پیاز: پیازه هم یو له روغتیایي خوراکي توکو څخه دی، چې د مالګې په نه شتون کې د خوړو خوند ډېروي او د انټي اکساید شتون یې زهرجن مواد له بدن څخه خارجوي.

مولۍ: مولۍ یو له هغه خوراکي توکو څخه دي چې ډېر انټي اکساید لري او د پوتاشیم او فاسفورسو کم تناسب هم ورته غوره والی ورکړی او د ګردو لپاره ډېر غوره ګڼل کېږي.

بادرنګ: له څېړنو موندل شوې چې په منظم ډول د بادرنګ استعمال د یورک اسیدو کچه کموي او د ګردو تیږي حل کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو …