د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو دويمه شل اوريزه لوبه نن د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د لوبې په پيل کې د افغانستان لوبډلمشر اصغر افغان د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغانستان په ١١ کسيز نوملړ کې هېڅ بدلون نه دى راوستى.
د افغانستان ١١ کسيزه لوبډله:
رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، عثمان غني، کريم جنت، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان (لوبډلمشر)، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، امير حمزه هوتک، نوين الحق او فريد ملک.
د زمبابوې ١١ کسيزه لوبډله:
تيناشي کمونهوکاموي، تاريساى مسکندا، سين ويليمس (لوبډلمشر)، برينډن موواتا، ريچارډ موتمبامي (ويکټ ساتونکى)، ريچارډ نګاروا، سکندر رضا، بليسنګ موزرباني، ويسلي ماديويري، ډونالډ ټريپانو او ريان برل.
د يادولو وړ ده چې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې افغانستان بريا خپله کړې وه.