د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان به نن د زمبابوې پر وړاندې خپله پنځوسمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړي.
نومړي لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه په ٢٠١٥ کال کې د اکتوبر په ٢٦مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړې وه او پنځوسمه لوبه هم د زمبابوې پر وړاندې ترسره کوي.
راشد خان په ٤٩ لوبو کې ٩٢ لوبغاړي سوځولي دي، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ١٠٠ ويکټو څخه يوازې ٨ ويکټې شاته پاتې دى.
هغه په يوه لوبه کې د ٣ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دي.
د يادولو وړ ده چې راشد خان بيا په عموم کې ٢٥٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٣٤٧ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي، همدا راز د توپوهنې په برخه کې يې بيا ١٠٦٩ منډې هم ترلاسه کړې دي.
افغانستان او زمبابوې نن دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کوي، چې افغانستان د لوبې په پيل کې پچه ګټلې ده او لومړى يې توپوهنه غوره کړې ده.